IQNA

د ماشومانو د روزونکي مصحف د لومړني  خاوند محمود خلیل الحصری ۱۰۶کلیزه ولمانځل شوه (فیلم)

6:32 - September 18, 2023
د خبر لمبر: 3487972
ایکنا-(قاهره) د ستمیر ۱۷ نیټه، د مصر او د اسلامی نړۍ  دیوه مشهور قاری او د ماشومانو دروزنې د  ځانګړي ریکارډ شوي لومړنی مصحف  خاوند خدای بخښلی شیخ محمود  خلیل الحصری د زیږیدا له یو سل شپږمې کلیزې سره برابره  ده .

ایکنانیوز د الوطن  له قوله راپور راکړ، د مصر او اسلامی نړۍ دغه لوی قاری  هغه لومړنی کس دی    چې له نافع څخه د وارش په روایت ئې مصحف ریکاډر کړی او همدارنګه ئې دا د ماشومانو لپاره لومړنی مصحف کړ. هغه همداراز  د قرآن کریم د نورو مشهورو روایتونو دریکارډ شوو تلاؤتونو خاوند هم دی .

شیخ محمود خلیل الحصري ، د ۱۹۱۷کال دستمبر په ۱۷نیټه  د  مصر په الغربیه ولایت کې دطنطا ښار  په شبرا النمله کلي کې زیږیدلی ؤ، په ماشوموالی کې  د کلي قرآني مکتب خونې ته لا او په  اته کلنۍ کې ئې  د قرآن کریم حافظ شو.

شیخ الحصري له الازهر څخه  دقرآن لس ګوڼو روایتونو  اجازت لیک هم لري او  لومړنی کس ؤ چې  له نافع څخه ئې د ورش په روایت قران ریکارډ کړ. هغه  دغه راز د قرآن کریم لومړنی قاری ؤ  چې  د ماشومانو د روزنې ځانګړی مصحف ئې ریکارډ  کړ او  قرآن ئې  له تفسیر سره  یو ځای  کړ  چې  په ؛ مصحف وعظ مشهور دی.

د اسلامی نړۍ دقاریانو ټولنې  په ۱۹۶۶کال کې  د خپل لومړني مشر به توګه وټاکه. الحصري  همداراز د ملګروملتو په څیر په مهمو ځایونو کې د قرآن کریم تلاؤتونه کړي دي.

دمصر او اسلامی نړۍ دغه نامتو قاری  د ۱۹۸۰کال د نومبر په ۲۴نیټه وفات شو .یاد او خاطره ئې تل ژوندئ. 

https://iqna.ir/fa/news/4169364

captcha